د تاريخي، سياسي، استخباراتي او ټولنپوهنېزو شواهدو له مخې ویلی شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزير وژنه به د پاکستان استخباراتو د يوه پښتانه په لاس ترسره کړې وي. شاوخوا ۵۶۰ کلونه کېږي چې د پښتنو په منځ کې د مذهبي افراطپالنې او خپلوژنې اور بل دی.